کابل (شال نیوز) : نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د سپټمبر میاشتې په راپور کې ویلي، د مناسبو ورښتونو او د کرنیزو محصولاتو د حاصلاتو د زیاتېدو له هیلهبخښوونکو اټکلونو سره سره، د دغه هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو بهیر د ټکني کېدو په حال کې دی.
د راپور له مخې، په افغانستان کې اقتصادي فعالیتونه د بهرنیو مرستو د کمېدو او په سیمهییزې سوداګرۍ او ټرانزیټ کې د خنډونو له امله تر فشار لاندې دي. دغه خنډونه په منځني ختیځ کې له جګړو او له پاکستان سره د سرحدي لارو له تړل کېدو سره تړاو لري.
په ورته وخت کې، له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو په پراخه کچه راستنېدو د کار پر بازار، عامه خدمتونو او د کورنیو پر اقتصادي هوساینې نور فشارونه هم زیات کړي دي. دغو ستونزو د خلکو د ژوند د کچې په لوړولو کې د اقتصادي ښه والي اغېزې محدودې کړې دي.
د نړیوال بانک د راپور له مخې، د سپټمبر په میاشت کې د انفلاسیون فشارونه تر کنټرول لاندې پاتې شوي او د مصرفي توکو د بیو عمومي شاخص د تېرې میاشتې په پرتله ۰.۳ سلنه راټیټ شوی چې عمده لامل یې د خوراکي توکو د بیو کمېدل وو.
خو د غنمو او اوړو بیې، چې د بېوزلو کورنیو له اساسي خوراکي توکو څخه شمېرل کېږي، د تېرې میاشتې په پرتله په ترتیب سره ۱.۸ او ۰.۸ سلنه لوړې شوې دي. دغه بیې د تېر کال د سپټمبر میاشتې په پرتله په ترتیب سره ۱۳.۸ او ۱۲.۹ سلنه لوړې وې.
د راپور له مخې، د وریجو بیې د تېرې میاشتې په پرتله ۰.۷ سلنه او د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۳۵.۳ سلنه زیاتې شوې دي.
خو د سبزیجاتو د بیو ټیټېدو د خوراکي توکو د انفلاسیون په کمولو کې مرسته کړې ده. د بېلګې په توګه، د سپټمبر په میاشت کې د رومیانو بیې ۹.۳ سلنه راټیټې شوې او د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۲۹.۸ سلنه ټیټې وې.
د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، د سپټمبر په میاشت کې د یوه عادي کارګر ورځنۍ مزدوري ۳۰۰ افغانۍ وه، چې د تېر کال په پرتله ۳.۸ سلنه کموالی ښيي. خو کله چې د خوراکي توکو د بیو بدلونونه هم په پام کې ونیول شي، د کارګرانو حقیقي ورځنۍ مزدوري ۱۰.۹ سلنه راټیټه شوې ده.
دا په دې معنا ده چې د کارګرانو د عاید د پېرلو ځواک کم شوی او هغوی د خپلې ورځنۍ مزدورۍ په بدل کې د پخوا په پرتله لږ خوراکي توکي پېرلی شي.
نړیوال بانک ویلي، افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل پیاوړی دریځ ساتلی او د امریکايي ډالر او د نورو هېوادونو د اسعارو په مقابل کې یې د ارزښت د لوړېدو بهیر دوام موندلی دی.
د راپور له مخې، د سپټمبر په میاشت کې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۰.۸ سلنه لوړ شوی او یو امریکايي ډالر له ۶۴.۶۳ افغانیو سره برابر شوی دی. همدارنګه، د تېر کال د ورته مودې په پرتله د افغانیو ارزښت ۴.۶ سلنه لوړ شوی دی.


شال نیوز