غزني (شال نیوز) : د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په ګداخېلو سیمه کې یوه ځوان، حمیدالله عزت په خپل شخصي لګښت د روضة المدارس منځني ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړه کړې او ګټې اخیستنې ته یې سپارلې ده.
دغه نوې ودانۍ ۱۳ درسي خونې لري چې د جوړولو ټول لګښت یې پنځه میلیونه افغانۍ ښودل شوی دی. د دې ودانۍ جوړېدل د سیمې د زدهکوونکو لپاره د ښوونیز چاپېریال د ښه کېدو په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.
د نوې ودانۍ په برابرېدو سره به زدهکوونکي وکولای شي په مناسبو درسي خونو کې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي. د ښوونځیو د ودانیو جوړول او د ښوونیزو اسانتیاوو برابرول د زدهکوونکو د زدهکړو د کیفیت په لوړولو کې مهم رول لري.
په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې ښوونیزې اسانتیاوې محدودې وي، د خلکو او شخصي لګښت کوونکو دا ډول نوښتونه د پوهنې له بهیر سره د مرستې یوه مهمه وسیله ګڼل کېږي.


شال نیوز