شاندونګ (شال نیوز) : د چین د شاندونګ ولایت څخه د افغانستان په شمال کې د حیرتان بندر پر لور لومړی ځانګړی باروړونکی اورګاډی روان شوی دی.
دغه ځانګړی باروړونکی اورګاډی د شاوخوا اته میلیونه یوانو په ارزښت سوداګریز توکي لېږدوي او تمه ده چې په ۲۰ ورځو کې افغانستان ته ورسېږي.
په یاد اورګاډي کې د لینیي ښار تولید شوي نساجي توکي، کیمیاوي خام توکي، وسایل او د ودانیزو چارو ماشینونه لېږدول کېږي. دا لومړی باروړونکی اورګاډی دی چې د چین له شاندونګ ولایت څخه د حیرتان بندر پر لور حرکت کوي.
ياد اورګاډی به له چین څخه تر حرکت وروسته، د قزاقستان او ازبکستان له لارې تېر شي او د ترمذ پولې له لارې به افغانستان ته دننه شي. دغه اورګاډی به شاوخوا ۲۰ ورځې وروسته د بلخ ولایت حیرتان بندر ته ورسېږي.
له دې مخکې، له شاندونګ څخه افغانستان ته د سوداګریزو توکو لېږد تر ډېره د سړکونو یا د سړک او اوسپنې پټلۍ د ګډو لارو له لارې ترسره کېده. دغو لارو د لېږد لګښتونه لوړول او د توکو د رسېدو وخت یې هم په دقیقه توګه د اټکل وړ نه و.
چینايي چارواکي وايي، د دې نوې لارې په فعالېدو سره به د توکو د لېږد لګښتونه راکم او د شاندونګ او افغانستان ترمنځ سوداګري اسانه شي.


شال نیوز