بګرام (شال نیوز) : د طالبانو مخکښې مخالفې ډلې، د افغانستان ازادۍ جبهې ویلي، د پروان ولایت په بګرام هوايي ډګر کې یې د طالبانو پر پوځي تاسیساتو او روزنیزو مرکزونو راکټي بریدونه کړي دي. دې جبهې په یادو بریدونو کې له ۱۰ څخه زیاتو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
د افغانستان ازادۍ جبهې نن جمعه په اېکس کې د یو ویډیو په خپرولو سره ویلي، د بګرام په هوايي اډه کې یې د طالبانو د استخباراتي معلوماتو پر مرکز راکټي بریدونه کړي دي.
د افغانستان جبهې په وینا، په دغو راکټي بریدونو کې د طالبانو له ۱۰ ډېر غړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي. تر اوسه په بګرام هوايي ډګر واکمنو طالبانو په دې اړه په رسمی توګه څه نه دي ویلي.


شال نیوز