خوست (شال نیوز) : د افغانستان په خوست ولایت کې له ۱۴۱ مستحقو کسانو سره د ۶۰۰ زره افغانیو نغدي مرسته شوې ده.
د خوست د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، دغه مرسته د نشي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري، د سوالګرو د مخنیوي کمېټې تر ارزونې او پېژندنې وروسته وېشل شوې ده.
د معلوماتو له مخې، په مرسته ترلاسه کوونکو کسانو کې ۶۵ نارینه او ۷۶ ښځې شاملې دي. د دې مرستې د وېش موخه او د مالي مرستو د سرچینې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.


شال نیوز