راولپنډۍ (شال نیوز) : د پاکستان په راولپنډۍ کرکټ لوبغالي کې سریلانکا د درې اړخیزې یو ورځنۍ سیالۍ په درېیمه لوبه کې انګلستان ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه او د ۴۳۰ منډو ستر هدف یې د لوبې په وروستي اور کې، د یوې توپ په پاتې کېدو پوره کړ.
دا د یو ورځني کرکټ په تاریخ کې دویم ستر هدف دی چې یوې لوبډلې په بریالیتوب پوره کړی دی. انګلستان په لومړي ځل توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۴۲۹ منډې جوړې کړې، خو د سریلانکا پیاوړې توپ وهنې یې دا ستره مجموعه هم د بریا لپاره بسنه ونه کړه.
د انګلستان لوبډلمشر هیري بروک په زړهپورې لوبه وکړه او په ۱۱۴ توپونو یې ۲۰۲ منډې جوړې کړې. نوموړي په خپله توفاني پاڼۍ کې ۲۱ څلوریزې او ۱۰ شپږیزې ووهلې او د یو ورځني کرکټ په تاریخ کې یې د چټکې دوهسوهیزې ریکارډ جوړ کړ.
د هغه ترڅنګ جو روټ ۶۹ او ټام بېنټن ۵۰ منډې جوړې کړې، په داسې حال کې چې وېل جېکس په ۳۰ توپونو د ۶۶ منډو له جوړولو وروسته ناسوځېدلی پاتې شو. د سریلانکا لپاره وېلالاګې تر ټولو بریالی توپ اچوونکی و، چې په ۱۰ اورونو کې یې د ۵۶ منډو په بدل کې دوه وېکټې واخیستې.
د سریلانکا په زړهپورې توپ وهنه
د ۴۳۰ منډو د ستر هدف په تعقیب کې د سریلانکا پیل ښه نه و او لوبډلې یې د لومړیو پنځو اورونو په ترڅ کې د ۲۴ منډو پر مهال خپلې دواړه لومړنۍ وېکټې له لاسه ورکړې. کامینډو مېنډس ۱۸ منډې جوړې کړې، خو لوبډلمشر کوشل مېنډس له منډې جوړولو پرته وسوځېد.
له دې وروسته پاون رتنایک د اویشکا فرنانډو په ملتیا د انګلستان پر توپ اچوونکو برید وکړ. دواړو لوبغاړو د درېیمې وېکټې لپاره په ۱۳۷ توپونو ۱۶۶ منډې جوړې کړې. فرنانډو په ۸۳ توپونو د ۹۷ منډو تر جوړولو وروسته وسوځېد. په دې پاڼۍ کې یې ۱۱ څلوریزې او دوه شپږیزې وهلې وې.
له هغه وروسته داسون شناکا هم ښه توپ وهنه وکړه او له رتنایک سره یې د څلورمې وېکټې لپاره ۱۳۳ منډې جوړې کړې. رتنایک په ۱۰۶ توپونو ۱۳۰ منډې جوړې کړې، چې ۱۵ څلوریزې او درې شپږیزې پکې شاملې وې. نوموړی د سام کرن له خوا وسوځول شو.
شناکا هم د سریلانکا د بریا لپاره مهم رول ولوباوه. نوموړي په یوازې ۵۰ توپونو ۹۷ منډې جوړې کړې، چې شپږ څلوریزې او اته شپږیزې پکې شاملې وې، خو د خپلې سلیزې له بشپړولو درې منډې مخکې وسوځېد.
په وروستي اور کې د سریلانکا بریا
د شناکا له سوځېدو وروسته جنت لیاناګې د سریلانکا د توپ وهنې چارې پر مخ یووړې او لوبډله یې بریا ته ورسوله. لیاناګې په ۲۷ توپونو ۶۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. نوموړي د لوبې د ۵۰م اور پر پنځم توپ شپږیزه ووهله او سریلانکا ته یې تاریخي بریا ورپه برخه کړه.
د انګلستان لپاره جوش ټنګ درې وېکټې واخیستې، په داسې حال کې چې سام کرن دوه او جېمي اوورټن او لېام ډاسن یوه ـ یوه وېکټه ترلاسه کړه.
په پاکستان کې د منډو نوی ریکارډ
د دې لوبې په ترڅ کې انګلستان په پاکستان کې د یو ورځني کرکټ تر ټولو لوړه مجموعه جوړه کړه. تر دې وړاندې په پاکستان کې د یو ورځنیو لوبو تر ټولو لوړې منډې ۳۷۵ وې، چې پاکستان په ۲۰۱۵ کال کې د زمبابوې پر وړاندې جوړې کړې وې.
همدارنګه، په راولپنډۍ کرکټ لوبغالي کې د لومړي ځل لپاره د یو ورځنۍ لوبې منډې له ۴۰۰ واوښتې. تر دې وړاندې په دغه لوبغالي کې د پاکستان تر ټولو لوړه مجموعه ۳۳۷ منډې وې.
سریلانکا په دې بریا سره وښوده چې د انګلستان د ۴۲۹ منډو ستره مجموعه هم ماتېدلی شي او د هیري بروک تاریخي دوهسوهیزه یې د انګلستان له بریا سره مرسته ونه کړای شوه.


شال نیوز