خوست (شال نیوز) : د افغانستان په خوست ولایت کې محتسبینو یوې کونډې مېرمنې ته، چې د اوو کلونو لپاره د نکاح له شرعي حق څخه محرومه شوې وه، د هغې شرعي حق بېرته ورکړی او هغه سره زر یې هم ورسپارلي چې د مېرمنې د مېړه وروڼو ترې اخیستي وو.

 

د خوست د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې، محتسبینو د یادې مېرمنې قضیې ته تر رسېدنې او څېړنې وروسته د هغې د نکاح شرعي حق بېرته تأمین کړی او د هغې سره زر یې هم له لیورونو څخه ترلاسه کړي او بېرته مېرمنې ته سپارلي دي.

 

د خوست ولایتي ادارې ویلي، چې د ښځو د حقونو خوندیتوب ته ژمنه ده او په دې برخه کې اړین اقدامات او هڅې ترسره کوي. خو د یادې مېرمنې د هویت، د قضیې د څرنګوالي او دا چې نوموړې په تېرو اوو کلونو کې ولې د نکاح له شرعي حق څخه محرومه شوې وه، نور جزئیات نه دي خپاره شوي.