کابل (شال نیوز) : د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کي یې د نشه يي موادو د روږدو کسانو د علاج لپاره ۵۵۱ روغتیايي کارکوونکو ته روزنه ورکړې چې ۱۹۲ پکی ښځې دي.

 

د سازمان د معلوماتو له مخې، دغه روزنیز پروګرام د اروپايي ټولنې په مالي مرسته له ۲۰۲۲ کال راهیسې روان دی او مقصد یې د نشه يي موادو د روږدو کسانو لپاره د علاج اسانتیاوې زیاتول او د روغتیايي کارکوونکو مسلکي وړتیاوې ښه کول دي.

 

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په افغانستان کي شاوخوا څلور میلیونه کسان د نشه يي موادو د استعمال له ستونزو سره مخ دي چې نږدې ۳۵ فیصده یې ښځې دي.

 

د راپور له مخې، په افغانستان کي د روږدو کسانو د علاج نږدې دوه پر درېیمه برخه مرکزونه یوازې نارینه ناروغان مني. له دې امله نشه يي موادو ته روږدې ښځې د علاج په ترلاسه کولو کي له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

 

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو روزنه به د ښځو لپاره د علاج د اسانتیاوو په ښه کولو کي مرسته وکړي. په افغانستان کي د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو د تعلیم او کار محدودیتونو د روغتیايي خدمتونو د راتلونکي په اړه هم اندېښنې پیدا کړې دي.