کابل (شال نیوز) : د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له زندانونو څخه ۲۹۱ افغان بندیان ازاد شوي او د بولدک او تورخم له لارو هېواد ته ستانه شوي دي.

 

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه افغانان د پاکستان حکومت نیولي او بندیان کړي وو، چې تر خوشې کېدو وروسته ورسره د بېرته ستنېدو پر مهال مرستې هم شوې دي.

 

تر دې وړاندې هم په تېره اوونۍ کې د پاکستان له زندانونو څخه ۸۹ افغان بندیان خوشې او هېواد ته ستانه شوي وو.