سمنګان (شال نیوز) : د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال، الحاج مولوي عنایتالله شجاع د سمنګان ولایت له دیني عالمانو، قومي مشرانو، مخورو، ځوانانو او د بېلابېلو سیمو له اوسېدونکو سره د اسلامي شریعت د احکامو د پلي کولو، ولسي همغږۍ په موخه پراخه ولسي غونډه ترسره کړه.
د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي عنایت الله شجاع په خپلو خبرو کې له خلکو وغوښتل چې د اسلامي نظام د ساتنې لپاره مسؤلانه ګامونه واخلي او شته فرصتونه له لاسه ورنه کړي. ښاغلي شجاع زیاته کړه د افغانستان د خاورې ساتنه د اسلامي امارت مسؤلیت دی او دا خپل مشروع حق ګڼي، نوموړي ډاډ څرګند کړ چې د خپل وس تر بریده هڅه کوي تر څو د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
ورپسې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس مولوي محمد آجان رهبر په خپلو خبرو کې د یووالي او ګډو ارزښتونو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د افغانستان غیور ملت د بېلابېلو قومونو ګډ کور دی نوموړي زیاته کړه، افغانان متحد وو، متحد دي او متحد به پاتې شي.
په غونډه کې دیني عالمانو او قومي مشرانو د اسلامي شریعت د احکامو پر پلي کولو، د ټولنې پر اصلاح او د نظام د ملاتړ او همکارۍ لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ. ویناوالو د ځینو ډلو د ورانکارو هڅو په اړه وویل چې د هېواد د ثبات او امنیت د ساتنې لپاره به له اسلامي امارت سره اوږه په اوږه ولاړ وي.
دوی له مسؤلینو وغوښتل چې په سمنګان ولایت کې د برښنا، پاکو اوبو، سړکونو او د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو په برخو کې جدي پاملرنه وکړي.


شال نیوز