ننګرهار (شال نیوز) : د طالبانو په کنټرول کې د ننګرهار پوهنتون مسوولانو ویلي، د دغه پوهنتون په لیلیه کې مېشتو محصلانو ته د اسلام له نظره د سلام اچولو د اهمیت، فضیلتونو او ټولنیزو ګټو په اړه یو اصلاحي او معلوماتي سیمینار جوړ شوی دی.
دغه پروګرام د سې شنبې په ماښام د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري جوړ شوی و. په دې پروګرام کې د یوې دیني مدرسې یوه مدرس د سلام اچولو د دیني ارزښت، د مسلمانانو ترمنځ د مینې او ورورولۍ په پیاوړتیا کې د هغه د رول او د سلام د خپرولو د فضیلت په اړه خبرې کړې دي.
په سیمینار کې د سلام اچولو او ځواب ورکولو د ادابو، د سلام په پیل کولو کې د لومړیتوب، د سلام اچولو د مناسبو ځایونو او حالتونو، او د دغه عمل د ټولنیزو او اخلاقي ګټو په اړه هم معلومات وړاندې شوي دي.
ګډونوالو ته سپارښتنه شوې چې په خپل ورځني ژوند کې د سلام اچولو سنت عملي کړي، په پوهنتون کې یو بل ته سلام واچوي او د سلام ځواب په غوره الفاظو ورکړي.
طالبانو واک ته تر بیا رسېدو وروسته د ښوونځیو او پوهنتونونو په درسي نصاب کې ځینې بدلونونه راوستي، چې له ډلې یې دیني زده کړو ته د ډېر وخت ځانګړي کول یادولی شو.
په دولتي پوهنتونونو کې د زدهکړو د کیفیت د کمېدو ترڅنګ دیني چارو ته هم ډېره پاملرنه کېږي او د ږیرې پرېښودلو، لمانځه او سلام اچولو په څېر موضوعاتو په اړه بېلابېل روزنیز پروګرامونه جوړېږي.
دا ډول موضوعات تر ډېره په دیني مدرسو کې تدریسېدل او د پوهنتونونو تمرکز پر تخصصي زدهکړو و. خو طالبان هڅه کوي چې د راپور په وینا، د دیني مدرسو او پوهنتونونو ترمنځ واټن کم کړي.


شال نیوز