کراچۍ (شال نیوز) : د پاکستان تحریک انصاف مشر فردوس شمیم نقوي د ګوند د مرکزي اېډیشنل جنرل سېکرټري له عهدې استعفا ورکړې ده. نوموړي د اکتوبر په ۲۱مه د خپلې استعفا اعلان کړی او ویلي یې دي چې دا پرېکړه یې د چا نه د ناراضګۍ یا له چا سره د اختلاف له امله نه ده کړې.
د فردوس شمیم نقوي استعفا په داسې وخت کي مخې ته راغلې چې د تحریک انصاف چيئرمېن بېرسټر ګوهر علي خان ورته دوه ورځې وړاندې ویلي وو چې سېنېټرې مشال یوسفزۍ ته د ګوند د اصولو د ماتولو په سر شوکاز نوټس ولېږي او ترې وضاحت وغواړي.
خو فردوس شمیم نقوي ویلي چې تر استعفا وړاندې یې مشال یوسفزۍ ته دغه نوټس نه و لېږلی. بېرسټر ګوهر تر دې وړاندې ویلي وو چې مشال یوسفزۍ د تحریک انصاف د مشرانو په اړه څرګندونې کړې او د ګوند له اصولو یې سرغړونه کړې ده.
د هغه په وینا، مشال یوسفزۍ ته مخکې هم په دې اړه خبرداری ورکړل شوی و. خو مشال یوسفزۍ دا خبره رد کړې او ویلي یې دي چې نه ورته شوکاز نوټس رسېدلی او نه هم مخکې چا خبرداری ورکړی دی.
هغې ویلي چې بېرسټر ګوهر ورته د ګوند د داخلي چارو په اړه له رسنیو سره د خبرو نه کولو ویلي وو. بېرسټر ګوهر ویلي چې د تحریک انصاف هر غړی کولای شي خپل اختلافات د ګوند په غونډو کي څرګند کړي، خو د اصولو د ماتولو په صورت کي کله ناکله کارروایي هم ضروري وي.
فردوس شمیم نقوي د خپلې استعفا نور لاملونه نه دي څرګند کړي او دا هم نه ده معلومه چې د هغه پرېکړه د مشال یوسفزۍ خلاف د کارروایۍ له موضوع سره تړاو لري او که نه. د تحریک انصاف مرکزي مشرتابه تر اوسه دا هم نه دي ویلي چې د فردوس شمیم نقوي استعفا یې منظوره کړې ده او که نه.


شال نیوز