کراچۍ (شال نیوز) : پاکستان پرېکړه کړې چې په هند کې کېدونکي د اوور ۵۰ کرکټ نړیوال جام ۲۰۲۷ کې به ګډون نه کوي.
د پاکستان د وېټرنز کرکټ ټولنې د مشر فواد اعجاز خان په وینا، د پاکستان وېټرنز کرکټ لوبډلې ته په نړیوال جام کې د ګډون لپاره د حکومت اجازه نه ده ورکړل شوې.
ټاکل شوې چې د اوور ۵۰ کرکټ نړیوال جام د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ له ۲۳مې د فبرورۍ تر ۷مې پورې د هند په حیدراباد دکن ښار کې ترسره شي.
پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې په سریلانکا کې د اوور ۵۰ کرکټ نړیوال جام ګټلی و او ټاکل شوې وه چې په هند کې د خپل اتلولۍ دفاع وکړي.
د پاکستان وېټرنز کرکټ ټولنې مشر فواد اعجاز خان ویلي، چې هندي چارواکو له پاکستانۍ لوبډلې سره د ویزو او د لوړې کچې امنیت د برابرولو ژمنې کړې وې.
نوموړي ویلي، چې د پاکستان وېټرنز کرکټ ټولنې د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو څخه په یاد نړیوال جام کې د ګډون اجازه غوښتې وه، خو د پاکستان کرکټ بورډ مشر او د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي دوی ته خبر ورکړی چې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي.
فواد اعجاز خان زیاته کړې، چې دوی د پاکستان د حکومت پرېکړې ته درناوی لري او د اجازې نه ترلاسه کولو له امله یې په نړیوال جام کې د نه ګډون پرېکړه کړې ده.
نوموړي په دې اړه خواشیني څرګنده کړې چې پاکستان به ونه شي کولای د نړیوال جام د اتلولۍ له خپل سرلیک څخه دفاع وکړي. هغه د نړیوال جام تنظیموونکو او په سیالیو کې ګډون کوونکو لوبډلو ته د بریا هیلې هم څرګندې کړې دي.


شال نیوز