دوحه (شال نیوز) : د قطر د نړیوالو همکاریو په چارو کي د دولت وزیرې، مریم بنت علي بن ناصر المسند، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو پر دوام او د دغه هېواد د اقتصادي ستونزو د هواري لپاره پر عملي همکاریو ټینګار کړی دی.
نوموړې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دوحه کي یې د افغانستان د همغږۍ ډلې په غونډه کي د نړیوالې ټولنې د اړیکو د دوام او د افغانستان له خصوصي کاروبارونو څخه د ملاتړ پر اهمیت خبرې کړې دي.
د هغې په وینا، له افغانستان سره باید یوازې بشري مرستې ونه شي، بلکي د دغه هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا او د خلکو د روزګار د فرصتونو د زیاتېدو لپاره هم عملي ګامونه واخیستل شي.
المسند ویلي چې قطر په تېرو لسو کلونو کي په افغانستان کي د بشري مرستو او پرمختیايي پروژو لپاره نږدې ۱۵۰ میلیونه امریکايي ډالر ځانګړي کړي دي.
قطر له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان په سیاسي او بشري چارو کي فعاله ونډه لري. د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون هم په دوحه کي لاسلیک شوی و.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کي د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته قطر له افغانستان څخه د بهرنیو وګړو او افغانانو په ایستلو کي مرسته وکړه او د کابل او نړیوالې ټولنې ترمنځ یې د خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړه.
قطر اوس هم د افغانستان په اړه د نړیوالو غونډو کوربه توب کوي او له دغه هېواد سره د بشري او اقتصادي همکاریو د دوام ملاتړ کوي.
د قطر د رسمي خبري اژانس د اکتوبر د ۲۰مې راپور دا څرګندونې تاییدوي. په راپور کي یو مهم وضاحت دا دی چې د ۱۵۰ میلیونو ډالرو په اندازه مرستې هم ورکړل شوې او هم یې د ورکولو ژمنې شوې دي؛ دا ټوله اندازه لا د ورکړل شویو پیسو په توګه نه شي یادېدای.
د قطر وزیرې همدارنګه ویلي چې مرستې باید په رڼه توګه مستحقو خلکو ته ورسېږي، په ځانګړې توګه ښځو او ځوانانو ته. هغې د نشه يي توکو د مخنیوي او د خصوصي کاروبارونو د ودې لپاره د نړیوالې همکارۍ غوښتنه هم کړې ده.


شال نیوز