دوبۍ (شال نیوز) : د افغانستان د برېښنا شرکت او د عزیزي انرژۍ ګروپ مشرانو په دوبۍ کي د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید پر یوې لویې منصوبې او د هغې د عملي کولو پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دې غونډه کي د عزیزي انرژۍ ګروپ مشر میرویس عزیزي او د افغانستان د برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار ګډون کړی دی.
د دې منصوبې لپاره لس اربه امریکايي ډالر پانګونه په پام کي نیول شوې او ټاکل شوې چې د اوو نه تر لسو کلونو پوري په بېلابېلو پړاوونو کي عملي شي. د منصوبې له مخې به په افغانستان کي د لمر، باد، اوبو، طبیعي ګېس او سکرو په وسیله برېښنا تولیدېږي.
د دواړو ادارو ترمنځ د کار د وېش له مخې به عزیزي انرژي ګروپ د برېښنا د تولید مرکزونه او ورسره تړلې ودانیزې چارې پر مخ وړي، په داسي حال کي چې د افغانستان برېښنا شرکت به تولید شوې برېښنا له مرکزي شبکې سره نښلوي او کورنیو او صنعتي کارخانو ته به یې رسوي.
افغانستان اوس د خپلې برېښنا د اړتیا لویه برخه له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه اخلي. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، له دغو هېوادونو څخه واردېدونکې برېښنا د افغانستان د اړتیاوو له ۷۵ سلنې څخه زیاته برخه پوره کوي.
د عزیزي انرژۍ ګروپ مشر میرویس عزیزي په غونډه کي ویلي چې د حکومت او خصوصي شرکتونو ګډ کار د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم دی.
د منصوبې پلویان هیله لري چې د برېښنا د کورني تولید په زیاتېدو سره به پر وارداتي برېښنا تکیه کمه شي او کارخانو، کانونو، کرنې او سوداګریزو مرکزونو ته به د برېښنا رسولو امکانات پراخ شي.
د دې منصوبې یو بل اوږدمهاله هدف دا ښودل شوی چې افغانستان په راتلونکي کي ګاونډیو هېوادونو ته هم برېښنا صادره کړي.
خو تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې د لس اربه ډالرو پانګونه به په کومو پړاوونو کي برابره شي، د برېښنا د تولید مرکزونه به په کومو ولایتونو کي جوړېږي او عملي کار به کله پیلېږي. دواړو خواوو ویلي چې د منصوبې د عملي کولو لپاره به خپلې ګډې غونډې او همکاري جاري ساتي.


شال نیوز