هرات (شال نیوز) : د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د روان ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کي د اسلام کلا بندر له لارې د دغه ولایت صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷۲ سلنه زیات شوي او ټول ارزښت یې ۱۲۴ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېدلی دی.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د سوداګرۍ خونې د مسوولینو له قوله ویلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اسلام کلا له لارې سوداګري په عادي ډول روانه ده او هره ورځ شاوخوا زر لارۍ له دې لارې سوداګریز مالونه لېږدوي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د اسلام کلا بندر په بېلابېلو برخو کي شاوخوا شپږ زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده. دغه بندر پر ۱۸۰۰ جریبه ځمکه جوړ شوی دی.
اسلام کلا د هرات په لوېدیځ کي د افغانستان او ایران ترمنځ له مهمو سوداګریزو لارو څخه ده. له دې لارې افغان سوداګر خپل مالونه ایران ته صادروي او له ایران څخه بېلابېل توکي افغانستان ته واردېږي.
د سوداګرۍ خونې د شمېرو له مخې، د صادراتو په ارزښت کي دغه زیاتوالی د تېر کال د همدې مودې په پرتله ثبت شوی دی. خو په خپرو شویو معلوماتو کي دا نه دي روښانه شوي چې کومو مالونو په صادراتو کي تر ټولو زیاته ونډه لرلې او د صادراتو د زیاتوالي لوی لاملونه څه دي.


شال نیوز