کابل (شال نیوز) : د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د پولیو د شپږو نوو پېښو د ثبت خبر ورکړی، چې ورسره د روان ۲۰۲۶ کال له پېله تر اوسه د دغې ناروغۍ د ثبت شویو پېښو شمېر ۴۲ ته رسېدلی دی.
د راپور له مخې، درې نوې پېښې په کندهار ولایت، دوه په ننګرهار کې د بټيکوټ او ګوشتې ولسوالیو او یوه بله په کابل کې د موسهي ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت تر دې وړاندې په هېواد کې د پولیو راپور شوې پېښې نه وې تایید کړې او مشکوکې یې بللې وې.
د پولیو د نوو پېښو ثبت په هېواد کې د دې ناروغۍ د مخنیوي، د ماشومانو د واکسین کولو او د روغتیايي پوهاوي د پیاوړتیا اهمیت یو ځل بیا په ګوته کوي.


شال نیوز