کابل (شال نیوز) : د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، افغانستان باید د سیمې د هېوادونو په غونډو او ګډو پرېکړو کي برخه ولري، ځکه د هغه په وینا، د افغانستان له ګډون پرته د دغو پرېکړو عملي کول له ستونزو سره مخ کېدای شي.

 

مجاهد دا څرګندونې په تاجکستان کي د شانګهای د همکارۍ سازمان د غونډې په تړاو کړې دي. نوموړي ویلي، افغانستان د سیمې په سیاسي او اقتصادي چارو کي مهم ځای لري او د کابل ګډون کولای شي د هېوادونو ترمنځ د ګډو پرېکړو په عملي کولو او همکاریو کي مرسته وکړي.

 

هغه له سیمه‌ییزو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان ملاتړ وکړي او دغه هېواد ته په ګډو غونډو او پرېکړو کي د ګډون زمینه برابره کړي.

 

د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د حکومتونو د مشرانو غونډه د اکتوبر پر ۲۰مه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کي شوې ده. په دې غونډه کي د پاکستان په استازیتوب نائب وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم ګډون کړی و، خو د طالبانو د حکومت استازی پکی نه و.

 

افغانستان د شانګهای د همکارۍ سازمان څارونکی هېواد دی، خو د طالبانو حکومت د دغه سازمان په رسمي غونډو کي منظم ګډون نه لري. د طالبانو حکومت له ۲۰۲۱ کال راهیسې هڅه کوي چې له ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

 

خو د حکومت د نړیوالې پېژندنې مسئله، د ښځو پر تعلیم او کار بندیزونه او امنیتي اندېښنې لا هم د کابل او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اختلاف مهم ټکي دي.