پېښور (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا په ګډون د قبایلي ضلعې خیبر کې به د رحم د خولې سرطان یا سرویکل کینسر څخه د مخنیوي لپاره د واکسین لګولو کمپاین د نومبر پر ۱۱مه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۴مې نېټې به دوام وکړي.

 

د روغتیايي چارواکو په وینا، په دې کمپاین کې به د ۹ تر ۱۴ کلونو عمر لرونکو نجونو ته واکسین لګول کېږي او په ټول خیبر پښتونخوا کې د ۲۹ لکه نجونو واکسین کولو هدف ټاکل شوی دی.

 

د دې کمپاین په اړه د خیبر ضلعې د خبریالانو لپاره په پېښور کې د پوهاوي یوه غونډه هم جوړه شوې وه، چې پکې د ناروغۍ د مخنیوي، د واکسین د ګټو او د خلکو ترمنځ د پوهاوي د زیاتولو په اړه معلومات ورکړل شول.

 

په غونډه کې د خیبر مرستیال کمېشنر (جنرال) شهاب الدین، ډاکټر محب الله، ډاکټر شیر امین، ډاکټر قاضي او نورو روغتیايي چارواکو ګډون کړی و. د جمرود، لنډي کوتل او باړې د خبریالانو د اتحادیو استازي هم ورغلي وو.

 

ډاکټر محب الله غونډې ته وویل چې د رحم د خولې سرطان د ښځو د سرطانونو له مهمو ډولونو څخه دی، چې لوی لامل یې د انساني پاپیلوما وایرس (HPV) انتان دی.

 

د نوموړي په وینا، د دې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین لګول د هغې د خطر په کمولو کې مهم رول لري او د وختي مخنیوي له لارو څخه یوه ده.

 

هغه وویل چې دا واکسین د نړۍ په ۱۶۲ هېوادونو کې کارول کېږي او د دې کمپاین یوه موخه دا هم ده چې د ناروغۍ او واکسین په اړه د خلکو ناسم پوهاوی او اندېښنې کمې شي.

 

ډاکټر محب الله زیاته کړه چې د دې موخې لپاره د خبریالانو همکاري مهمه ده، څو د رسنیو له لارې والدینو او عامو خلکو ته کره روغتیايي معلومات ورسېږي.

 

د ناروغۍ نښې او د واکسین احتمالي اغېزې

 

په غونډه کې ګډونوالو ته د رحم د خولې سرطان د ځینو احتمالي نښو په اړه هم معلومات ورکړل شول. په دې کې د نس په لاندې برخه کې درد، له مهبل څخه غیرعادي وینه راتلل، بې‌دلیله د وزن کمېدل، دوامداره ستړیا او د اشتها کمېدل شامل دي.

 

روغتیايي چارواکو وویل چې د دې نښو په څرګندېدو سره باید له مستند ډاکټر سره مشوره وشي. خو دا نښې په یوازې ځان د رحم د خولې سرطان د شتون معنا نه لري.

 

په غونډه کې دا هم وویل شول چې د واکسین له لګولو وروسته د ستنې په ځای کې درد یا سوروالی، لږه تبه، لنډمهاله ستړیا او سرګرځېدل رامنځته کېدای شي.

 

چارواکو پر والدینو ټینګار وکړ چې د واکسین په اړه دې له باوري روغتیايي سرچینو معلومات ترلاسه کړي او خپلې لوڼې دې د کمپاین پر مهال واکسین کړي.

 

دوی وویل چې د واکسین او کمپاین په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو او د خلکو د پوښتنو ځوابولو لپاره له ۱۳۲۲ مرستندویه شمېرې سره هم اړیکه نیول کېدای شي.

 

په خیبر کې د کمپاین لپاره چمتووالی

 

د چارواکو په وینا، په خیبر ضلع کې د نومبر له ۱۱مې تر ۲۴مې، ۲۰۲۶ کال پورې د واکسین لګولو کمپاین لپاره چمتووالی بشپړ شوی دی.

 

دوی وویل چې د خیبر روغتیايي ادارې، ضلعي انتظامیه، د پوهنې اداره، ریسکیو ۱۱۲۲ او نور اړوندې ادارې به په ګډه د کمپاین په ترسره کولو کې برخه اخلي.

 

د خیبر مرستیال کمېشنر (جنرال) شهاب الدین د غونډې په پای کې وویل چې د کمپاین د بریالیتوب لپاره د والدینو، ښوونکو، دیني عالمانو، ټولنیزو مشرانو او خبریالانو همکاري اړینه ده.

 

په غونډه کې ګډونوالو ژمنه وکړه چې د رسنیو له لارې به د واکسین په اړه کره معلومات خپروي، د خلکو اندېښنو ته به ځوابونه وایي او والدین به هڅوي چې خپلې لوڼې پر وخت واکسین کړي.