کابل (شال نیوز) : د حیرتان - مزارشریف اوسپنې پټلۍ د نایب‌اباد تمځای اړوند د ۱۶۹۴ متره برخې رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

 

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پروژه د افغانستان او اوزبېکستان د اوسپنې پټلۍ ادارو ترمنځ د څه باندې ۱۶۹.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د لاسلیک شوي همکارۍ تړون په چوکاټ کې پلې کېږي.

 

د خبرپاڼې له مخې، د یادې پروژې په چوکاټ کې د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ مسیر د نایب‌اباد تمځای اړوند د ۱۶۹۴ متره اصلي او فرعي کرښو د رغونې چارې بشپړې شوې دي. سرچینه زیاتوي، چې د دې پروژې د نورو برخو د جوړولو چارې لا هم روانې دي او تمه ده، چې د پاتې برخو په بشپړېدو سره به د اوسپنې پټلۍ د خدمتونو کچه نوره هم لوړه شي.

 

د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د همکارۍ په دې تړون کې د نویو اوسپنیزو لارو جوړول، د سوداګریزو توکو د ساتنې لپاره د هنګرونو رغول، د توکو د بارولو او تخلیې لپاره د پلېټفارمونو جوړول او د اوسپنې پټلۍ اړوند د نورو اړینو تأسیساتو جوړول هم شامل دي.

 

د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد په برخه کې مهم رول لري. د دې مسیر د بنسټیزو تأسیساتو پراختیا او بیارغونه کولای شي د بار وړلو بهیر چټک کړي، د سوداګرو لپاره د توکو د لېږد اسانتیاوې زیاتې کړي او د ترانسپورټي خدمتونو په ښه‌والي کې مرسته وکړي.

 

د ټولګټو وزارت په وینا، د یادې پروژې بشپړېدل به د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا، د سوداګریزو توکو د لېږد په اسانتیا او د اوسپنې پټلۍ د ظرفیت په لوړولو کې اغېزمن تمام شي.