کابل (شال نیوز) : د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وایي، طالبان په پنجشېر کې شاوخوا ۳۰ زره سرتېري او ۷۰۰ امنیتي پوستې لري. د طالبانو دغه مخالفه وسلهواله ډله ادعا کوي چې په هره پوسته کې له ۳۰ تر ۴۰ پورې طالبان ځای پر ځای شوي او دا ګام د دې ولایت امنیتي وضعیت د پراخې پوځي څارنې او ځپنې ښکارندویي کوي.
د جبهې د سیاسي دفتر مشر په ایکس کې لیکلي چې د طالبانو د پوستو ترمنځ واټن دومره کم دی چې هره پوسته د بلې پوستې د لید په ساحه کې موقعیت لري.
د عبدالله خنجاني په خبره، په پنجشېر کې د طالبانو د ځواکونو شمېر له پاکستان سره په ډیورنډ کرښه پرتو پوستو کې د مېشتو ځواکونو په پرتله دوه برابره دی.
هغه د طالبانو پوځي حضور په افغانستان کې د نوې دښمنۍ د پیل په توګه یاد کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان په تاریخ کې هېڅ سیمه په دې کچه پوځي شوې، تر کنټرول لاندې راغلې او ځپل شوې نه ده.
عبدالله خنجاني ادعا کړې چې طالبان پنجشېر ته اوس د خپل ځان لپاره تر ټولو لوی ستراتیژیک ګواښ په سترګه ګوري.
د افغانستان مقاومت جبهې د سیاسي دفتر مشر د پنجشېر د وضعیت په اړه د خلکو چوپتیا هم غندلې او خبرداری یې ورکړی چې تاریخ به نوی پړاو پرانیزي او هر جنایت به خپل سیاسي او پوځي حساب ولري. خو جبهې د دغه ادعاوو په اړه کره شواهد نه دي وړاندې کړي او تراوسه طالبانو هم څه نه دي ویلي.


شال نیوز