کابل (شال نیوز) : د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، د نړۍوالو بیو لوړوالی، د سیمې ناڅرګند وضعیت، د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه او د تېلو د بیو زیاتوالی په افغانستان کې د کورنیو پر اقتصادي وضعیت او د پېرلو پر ځواک منفي اغېز کړی دی.

 

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام د سپټمبر میاشتې د بازار وضعیت په راپور کې ویلي، چې د کورنۍ تقاضا او هېواد ته د ګڼ شمېر افغانانو د بېرته راستنېدو له امله د افغانستان اقتصاد د رغېدو پر لور روان دی؛ خو د نفوسو چټکه وده د خلکو د عایداتو او د ژوند د کچې د ښه کېدو پر وړاندې خنډ ګرځي.

 

د راپور له مخې، د کاري فرصتونو محدودیت، د پانګونې کموالی او د کار له بازار څخه د ښځو محرومیت د کورنیو عایدات او د اقتصادي ودې امکانات محدود کړي دي.

 

پراخه بې‌وزلي، د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو ستونزې او اساسي خدمتونو ته محدود لاسرسی هم د اقتصادي ستونزو پر وړاندې د کورنیو د مقاومت وړتیا کمزورې کړې ده.

 

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، پر ډیورنډ کرښه د سوداګریزو لارو اوږدمهاله تړل کېدو د سوداګرۍ بهیر له خنډونو سره مخ کړی او د توکو لېږد یې ستونزمن کړی دی.

 

د راپور له مخې، اوس د افغانستان بازارونه تر ډېره له ایران او منځنۍ اسیا څخه پر وارداتو تکیه کوي، چې له امله یې د توکو د لېږد موده اوږده شوې او د ترانسپورټ لګښتونه زیات شوي دي.

 

سربېره پر دې، د تېلو د بیو لوړوالی، سیمه‌ییز سوداګریز ناڅرګند وضعیت او پر وارداتي توکو تکیه د بازارونو پر بیو اضافي فشار واردوي.

 

د راپور د شمېرو له مخې، د افغانیو ارزښت د سپټمبر په میاشت کې د تېرې میاشتې په پرتله ۱.۲ سلنه لوړ شوی او یو امریکايي ډالر په منځني ډول په ۶۴.۶ افغانیو تبادله شوی دی.

 

راپور زیاتوي، چې د افغانیو ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴.۸ سلنه لوړ پاتې شوی او د تېرو درېیو کلونو له منځني ارزښت څخه هم ۱۱ سلنه لوړ دی.

 

د خوړو نړۍوال پروګرام په وینا، د افغانیو د ارزښت لوړېدل د وارداتي توکو د بیو د زیاتوالي اغېزې تر یوه حده راکموي؛ خو د تېلو لوړ لګښتونه، سوداګریز خنډونه او په نړۍوالو بازارونو کې د بیو لوړېدل د دې مثبت اغېز کچه محدودوي.

 

د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې کلنی عمومي انفلاسیون ۷.۸ سلنې ته رسېدلی و. په همدې موده کې د خوراکي توکو بیې ۸ سلنه او د غیرخوراکي توکو بیې ۷.۷ سلنه لوړې شوې وې.

 

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، د خوراکي توکو، کورونو، روغتیايي خدمتونو او ترانسپورټ د لګښتونو زیاتوالي د کورنیو پر بودجې فشار نور هم زیات کړی او د خلکو د ورځنیو اړتیاوو پوره کول یې ستونزمن کړي دي.

 

د راپور د معلوماتو له مخې، په سپټمبر میاشت کې د ډیزلو بیه ۴.۷ سلنه لوړه شوې او د یوه لېټر بیه یې ۸۰.۳ افغانیو ته رسېدلې ده. دا بیه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴ سلنه او د تېرو درېیو کلونو له منځنۍ بیې څخه ۱۹ سلنه لوړه ده.

 

یاده اداره زیاتوي، چې د ډیزلو د بیو لوړوالی د ترانسپورټ او په بازارونو کې د سوداګریزو فعالیتونو لګښتونه زیاتوي، چې په پایله کې یې د توکو د لېږد او وېش پر بیو هم فشار واردېږي.

 

د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل وروستي راپور کې، چې د سپټمبر د وروستۍ اوونۍ وضعیت یې رانغاړه، ویلي وو، چې د وارداتي توکو د لېږد لپاره د اوږدو او بدیلو لارو کارول، د سون‌توکو د بیو له لوړوالي سره یوځای، د ترانسپورټ او بازارونو ته د توکو د رسولو لګښتونه زیات کړي دي.

 

دغه وضعیت د افغانستان د هغو کورنیو لپاره، چې له وړاندې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د ژوند د لګښتونو د لا لوړېدو اندېښنې زیاتوي.