کابل (شال نیوز) : د طالبانو د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال، ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د افغانستان په بازارونو کې د توکو د بیو او کیفیت د کنټرول پر لارو چارو خبرې شوې دي.
د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې پرېکړه شوې چې په ولایتونو او ولسوالیو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت اړوند کمېټې او په کابل کې د ښاروالۍ اړوندې کمېټې دې د توکو د بیو د کنټرول لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
د پرېکړې له مخې، یادې کمېټې به په بازارونو کې د توکو بیې وڅاري، څو د ټاکل شویو بیو د مراعاتولو ډاډ ترلاسه شي او د هغو سرغړونو مخه ونیول شي چې د مصرفوونکو پر اقتصادي وضعیت منفي اغېز کولای شي. په غونډه کې همداراز د وارداتي توکو د کیفیت د څارنې پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د معیار او کیفیت ادارې ته سپارښتنه شوې چې په سوداګریزو بندرونو کې د هېواد ته د واردېدونکو توکو د کیفیت ارزونه او څارنه لا پراخه کړي.
د اقتصادي کمېسیون په وینا، د وارداتي توکو د کیفیت کنټرول د دې لپاره مهم دی چې بازارونو ته د بېکیفیته او له ټاکل شویو معیارونو سره د نه سمون لرونکو توکو د داخلېدو مخه ونیول شي.
اقتصادي کمېسیون ټینګار کړی چې له ټاکل شویو بیو او د کیفیت له منل شویو معیارونو څخه د سرغړونې په صورت کې باید له سرغړوونکو سره د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې چلند وشي.


شال نیوز