کابل (شال نیوز) : د کالیوف په نوم یو روسي سوداګر غواړي د کندهار ولایت ۵ زره مټریک ټنه انار روسیې، ازبکستان، قزاقستان، جاپان او سویلي کوریا ته صادر کړي.

 

دغه سوداګر له رسنیو سره په خبرو کې د کندهار د انارو کیفیت ستایلی او ویلي یې دي چې دغه انار د لوړ کیفیت لرونکي او له کیمیاوي موادو پاک دي. د نوموړي په وینا، پلان لري چې یاد انار د ځمکنۍ لارې له لارې ټاکل شویو هېوادونو ته ولېږدوي.

 

کالیوف ویلي، د معیاري بسته‌ بندۍ نشتوالی د انارو د صادراتو پر وړاندې یو له مهمو خنډونو څخه دی؛ خو هڅه کوي چې د انارو د مناسبې بسته‌بندۍ له لارې یې نړیوالو بازارونو ته صادر کړي.

 

د معلوماتو له مخې، تېر کال هم د لومړي ځل لپاره د کندهار انار روسیې ته صادر شوي وو. د دغو صادراتو پراختیا کولای شي د افغان کرنیزو محصولاتو لپاره د بهرنیو بازارونو د پراخېدو زمینه برابره کړي.