پروان (شال نیوز) : د افغانستان د پروان ولایت پولیس وايي، د یوه ۴۵ کلن سړي د وژنې په تور یې پنځه داسې کسان نیولي چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو کم دي. د پروان د پولیسو ویاند فضل الرحیم مسکین یار ویلي چې وژل شوی کس عبدالوحید نومېده او د دغه ولایت د مرکز اوسېدونکی و.
د نوموړي په وینا، عبدالوحید تېره پنجشنبه د پروان د ګلبهار په لمنه سیمه کي د چاقو په برید کي وژل شوی و. مسکین یار وايي، پولیسو د پلټنو په نتیجه کي پنځه شکمن کسان پېژندلي او نیولي دي.
د پولیسو د ویاند په وینا، نیول شوو کسانو په لومړنیو پوښتنو ګروېږنو کي په پېښه کي خپل لاس لرل منلي او پخوانۍ دښمني یې د وژنې سبب بللی دی. پولیس وايي، شکمن کسان لا هم تر څېړنو لاندې دي او د پلټنو له بشپړېدو وروسته به یې دوسیې عدلي ادارو ته وسپارل شي.
تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د نیول شوو کسانو عمرونه څومره دي او په دې پېښه کي د هر یوه رول څه و. د پولیسو له خوا د اعترافونو د اعلان باوجود، د دغو کسانو جرم لا په عدالت کي نه دی ثابت شوی.


شال نیوز