خوست (شال نیوز) : په خوست ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست هغه ۱۲ سټوډیوګانې مهر او تړلې دي چې پکې مذهبي نظمونه او ترانې ثبتېدې.

 

د خوست ولایت مقام مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه سټوډیوګانې د شرعي اصولو د سرغړونې له امله تړل شوې دي.

 

د طالبانو د امر بالمعروف ریاست چارواکي وايي، دا ګام یې د شرعي اصولو د عملي کولو او د سټوډیوګانو د فعالیتونو د تنظیم لپاره پورته کړی دی.

 

خو په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې په دغو سټوډیوګانو کې کوم ځانګړي فعالیتونه د شرعي اصولو خلاف بلل شوي او ایا د سټوډیوګانو مالکانو ته له تړلو وړاندې خبرداری ورکړل شوی و که نه.

 

دا هم نه ده څرګنده چې دغه سټوډیوګانې به د تل لپاره تړلې وي او که د ځینو شرطونو له پوره کولو وروسته به بېرته د فعالیت اجازه ترلاسه کړي.

 

د طالبانو د امر بالمعروف ریاست ویلي چې د خپلو شرعي او قانوني اصولو د عملي کولو لپاره به خپلو اقداماتو ته دوام ورکوي.

 

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر موسیقۍ، هنري فعالیتونو او د رسنیو پر کار پراخ بندیزونه لګېدلي دي. د دغو سټوډیوګانو د مالکانو او کارکوونکو غبرګون لا نه دی ترلاسه شوی.