کابل (شال نیوز) : د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، په نهو ولایتونو کي یې د نشه يي موادو د قاچاق او خرڅولو په تور ۲۷ کسان نیولي دي.
وزارت د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۹مه، په یوه خبرپاڼه کي ویلي چې دغه کسان په لغمان، سمنګان، جوزجان، خوست، نیمروز، پروان، کاپیسا، بامیان او بلخ ولایتونو کي نیول شوي دي.
وزارت نه دي ویلي چې له نیول شوو کسانو سره څومره نشه يي مواد ترلاسه شوي او یا په کوم ولایت کي څو کسان نیول شوي دي. دا هم نه ده څرګنده چې نیول شوي کسان به کله عدالت ته وړاندې کېږي.


شال نیوز