نورستان (شال نیوز) : د نورستان چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د څه باندې ۱۶ میلیونو افغانیو په لګښت د څلورو روغتیايي مرکزونو د بیارغونې کار پیل شوی دی.

 

د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم ویلي، دغه پروژې د طالبانو د والي قاري زین العابدین عابد او نورو چارواکو په شتون کې پرانیستل شوې دي. د هغه په وینا، دا کارونه د پارون په ولایتي روغتون او د واما، وانت او پارون ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو کې ترسره کېږي.

 

په دغو پروژو کې د ۱۱ خونو، ۱۴ تشنابونو او دوو دهلېزونو جوړول، د روغتیايي مرکزونو ترمیم، د لس زره لېټره اوبو د ټانک لګول، د اوبو رسولو د شبکو غځول او د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو د پمپ کولو سیستم جوړول شامل دي.

 

روغتیايي چارواکي وايي، د دغو کارونو له بشپړېدو وروسته به ناروغانو او روغتیايي کارکوونکو ته د پاکو اوبو او صفایۍ اسانتیاوې زیاتې شي. چارواکو نه دي ویلي چې دا پروژې به کله بشپړې شي او لګښت یې څوک ورکوي.