پنجشېر (شال نیوز) : د افغانستان په پنجشېر ولایت کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۵ کیلومتره اوږد مرکزي سړک د ترمیم او بیارغونې کار پیل شوی دی.
د پنجشېر د ټولګټو چارو ریاست وايي، دغه سړک د شتل ولسوالۍ له دلانسنګ سیمې څخه د بازارک ښار ته نږدې د بهارک تر دوآبي سیمې پورې غځېدلی دی.
د یاد ریاست مشر مولوي محمد فهیم موحد ویلي چې د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت د دې پروژې لپاره ۴۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.
د هغه په وینا، دغه سړک د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوی او د بیارغونې په کارونو کې یې د خرابو برخو ترمیم، د سړک د درزونو بندول، د استنادي دېوالونو جوړول او د باراني اوبو د ایستلو لپاره د لارو او پلچکونو جوړول شامل دي.
د پنجشېر والي حافظ محمد آغا حکیم د پروژې د پرانیستې پر مهال ویلي چې د طالبانو حکومت په دغه ولایت کې د سړکونو او نورو بنسټیزو اسانتیاوو جوړولو ته پام کوي.
چارواکي وايي، د سړک له ترمیم وروسته به د پنجشېر د اوسېدونکو تګ راتګ اسانه او د ټرافیکي پېښو خطر کم شي. د پروژې د بشپړېدو نېټه او دا چې کارونه به کوم شرکت ترسره کوي، لا نه دي څرګند شوي.


شال نیوز