کابل (شال نیوز) : د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د غنمو تولید پنځه میلیونه او ۱۵۰ زره ټنو ته رسېدلی، چې د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه زیات دی.

 

خو د غنمو د حاصلاتو له زیاتېدو سره سره افغانستان لا هم د خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره له بهرنیو هېوادونو اوړه واردوي. د خپرو شویو شمېرو له مخې، افغانستان په تېرو نهو میاشتو کې دوه میلیونه ټنه اوړه وارد کړي، چې ټول ارزښت یې ۵۵۰ میلیونه ډالره ښودل شوی دی.

 

د کرنې وزارت وايي، د غنمو په تولید کې زیاتوالی راغلی، خو کورني حاصلات لا هم د هېواد ټولې اړتیاوې نه شي پوره کولای. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د سپټمبر میاشتې په راپور کې ویلي چې د افغانستان د غنمو حاصلات تر ډېره په بارانونو، د واورو په ویلې کېدو او د اوبو لګولو په امکاناتو پورې تړلي دي.

 

د دغه سازمان په وینا، د پسرلي بارانونو او د اوبو ښه زېرمه کېدو په یو شمېر سیمو کې د غنمو د حاصلاتو له زیاتېدو سره مرسته کړې ده. خو وچکالي، د اوبو کمښت، د کیمیاوي سرې لوړې بیې او اصلاح شویو تخمونو ته د بزګرانو کم لاسرسی لا هم د کرنې په وړاندې لویې ستونزې دي.

 

د کرنې وزارت د ۱۴۰۴ لمریز کال د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې پر یو میلیون او ۸۹۰ زره هکټاره ځمکه غنم کرل شوي وو. له دې ډلې یو میلیون او ۳۳۰ زره هکټاره خړوبېدونکې او ۵۶۲ زره هکټاره للمي ځمکه وه. تر دې وړاندې، په ۱۴۰۳ لمریز کال کې پر دوه میلیونه او ۱۲۰ زره هکټاره ځمکه غنم کرل شوي وو.

 

دا شمېرې ښيي چې د غنمو د کرکېلې ځمکه کمه شوې، خو د روان کال د تولید په اړه خپاره شوي معلومات د حاصلاتو زیاتوالی څرګندوي. افغانستان کې غنم د خلکو له مهمو خوراکي توکو څخه دي. د کورني تولید کموالی او له بهرنیو هېوادونو د اوړو واردول د خوراکي توکو پر بیو او د خلکو پر اقتصادي ژوند اغېز لري.