کابل (شال نیوز) : د افغانستان د جنبش ګوند مشر او د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا غړي عبدالرشید دوستم ویلي چې د نړیوالو وسله والو ډلو د فعالیتونو له امله افغانستان د سترو قدرتونو د سیالیو او لاسوهنو پر ډګر بدل شوی دی.
دوستم د اکتوبر په ۱۸مه، د یکشنبې په شپه، د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق اڅکزي د وژل کېدو د اتم تلین په مناسبت په یوه پیغام کي ویلي چې د طالبانو پر ضد د مقاومت غړي لا هم خپلو مبارزو ته دوام ورکوي.
هغه ویلي چې د مقاومت هدف د افغانستان له اوسني بحران څخه وتل او د داسې حکومت جوړېدل دي چې د هېواد د ټولو خلکو حقونه پکي خوندي وي.
دوستم د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني پر حکومت هم سختې نیوکې کړې دي. د هغه په وینا، د افغانانو د کلونو لاسته راوړنې د غني په حکومت کي د یوې ځانګړې ډلې د انحصار غوښتنې او سیاسي پرېکړو له امله له منځه ولاړې.
نوموړي د ډلهییز امنیت تړون سازمان وروستۍ غونډې ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کي د وسله والو ډلو د فعالیتونو او له دغه هېواده د امنیتي ګواښونو په اړه نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې دي.
دوستم ویلي چې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا اوس د پخوا په پرتله په ډېرې همغږۍ کار کوي. هغه ټینګار کړی چې افغانان باید د خپل سیاسي راتلونکي د ټاکلو حق ولري او داسې حکومت جوړ شي چې د خلکو ترمنځ توپیر ونه کړي.
طالبانو تر اوسه د دوستم دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی. جنرال عبدالرازق اڅکزی د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په ۱۸مه د کندهار د والي په دفتر کي په یوه وسله وال برید کي ووژل شو. طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی و.


شال نیوز