پېښور (شال نیوز) : پاکستان د درې اړخیزې یو ورځنۍ کرکټ سیالۍ په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته د ۳۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه. په راولپنډۍ کې د لوبې ټاس سریلانکا وګټل او لومړی یې د بالنګ پرېکړه وکړه.

 

پاکستان په ۴۹ اعشاریه ۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۵ منډې جوړې کړې او سریلانکا ته یې د ۳۰۶ منډو هدف وټاکه.

 

د پاکستان لپاره سلمان علي اغا تر ټولو ډېرې ۱۰۷ منډې وکړې. نوموړي دا منډې په ۹۰ بالونو جوړې کړې. سعد بېګ ۳۹، حسن نواز ۳۷، بابر اعظم ۴۵، فخر زمان ۱۶ او عرفات منهاس ۱۸ منډې وکړې.

 

د سریلانکا په بالرانو کې ایشان ملینګا څلور، اسیتا فرنانډو درې او دلشان مدوشانکا دوه ویکټې واخیستې. د هدف په تعقیب کې د سریلانکا ټوله لوبډله په ۴۸ اعشاریه ۱ اور کې په ۲۶۸ منډو وسوځېده.

 

د سریلانکا لپاره پون رتڼایک ۷۹، جنیټ لیاناګې ۶۰ او کمیندو مېنډس ۴۴ منډې وکړې، خو د دوی هڅې د لوبډلې بریا ته بسنه ونه کړه. د پاکستان لپاره کپتان شاهین شاه اپرېدي درې ویکټې واخیستې، په داسې حال کې چې نسیم شاه، حارث رؤف او فهیم اشرف دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.

 

په دې لوبه کې د پاکستان ویکټ ساتونکي بیټسمین سعد بېګ هم په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه وکړه.

 

د پاکستان په لوبډله کې له سعد بېګ او کپتان شاهین اپرېدي پرته صائم ایوب، فخر زمان، بابر اعظم، حسن نواز، سلمان علي اغا، عرفات منهاس، فهیم اشرف، نسیم شاه او حارث رؤف هم شامل وو.

 

په دې درې اړخیزه سیالۍ کې د پاکستان او سریلانکا ترڅنګ د انګلستان لوبډله هم برخه لري.