برازیل (شال نیوز) : د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د برازیل په کوربهتوب د شپږو هېوادونو په سیالیو کې کېپ ورډ ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته لاره وموندله. افغانستان په نیمه پایلوبه کې کېپ ورډ ته دوه پر څلورو ګولونو ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې حمید رضا حسيني دوه ګولونه ووهل، په داسې حال کې چې سید حسین موسوي او امید قنبري هم د افغانستان لپاره یو ـ یو ګول وواهه.
افغانستان تر دې مخکې د سیالیو په ګروپي پړاو کې له جاپان سره بې ګولونو مساوي شوی و او پیرو ته یې درې پر صفر ماتې ورکړې وه.
ټاکل شوې چې د افغانستان لوبډله د یکشنبې په ورځ د افغانستان پر وخت د شپې په اته نیمو بجو په پایلوبه کې له کوربه برازیل سره مخامخ شي. برازیل ته په پایلوبه کې ماتې ورکول به د افغانستان لپاره په دغو سیالیو کې د اتلولۍ ګټلو معنا ولري.


شال نیوز