اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان هاکي فدراسیون مشر محی الدین واني تایید کړې چې پاکستان په نومبر میاشت کې په مالیزیا کې د سلطان ازلان شاه کپ هاکي سیالیو کې د ګډون بلنه منلې ده.
نوموړي ویلي، په دې نړیوالو سیالیو کې ګډون به د پاکستان ملي لوبډلې ته له نړیوالو لوبډلو سره د سیالۍ او د لوبغاړو د تجربو د زیاتولو فرصت برابر کړي.
د محی الدین واني په وینا، په نړیوالو سیالیو کې ګډون د پاکستان هاکي لوبغاړو ته د پام وړ تجربه ورکوي او د هغوی د وړتیاوو په لوړولو کې مرسته کوي.
نوموړي همداراز ویلي، د پاکستان له ۲۱ کلونو کم عمره هاکي لوبډله هم د سلطان آف جوهر کپ سیالیو کې د ګډون لپاره مالیزیا ته تللې ده.
د هغه په خبره، په دغو سیالیو کې ګډون به ځوانو لوبغاړو ته نړیوالو سیالیو ته د ورپېژندل کېدو فرصت ورکړي او د هغوی د وړتیاوو د ارزونې زمینه به برابره کړي.
سلطان ازلان شاه کپ د هاکي له مهمو نړیوالو سیالیو څخه دی چې د بېلابېلو هېوادونو لوبډلې پکې ګډون کوي.


شال نیوز