راولپنډۍ (شال نیوز) : د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان او توپوهونکي بابر اعظم په نړیوال کرکټ کې د منډو شمېر له ۱۶ زرو واړاوه. بابر اعظم دغه پړاو د راولپنډۍ په کرکټ لوبغالي کې د سریلانکا پر وړاندې د درې اړخیزې یو ورځنۍ سیالۍ په لومړۍ لوبه کې بشپړ کړ.
د ورکړل شویو شمېرو له مخې، ۳۲ کلن بابر اعظم تر دې مهاله په نړیوال کرکټ کې ۱۶ زره او ۳۸ منډې کړې دي. نوموړی د پاکستان پنځم توپوهونکی دی چې په نړیوال کرکټ کې یې د منډو شمېر له ۱۶ زرو اوړي.
بابر اعظم په ۶۶ ټېسټ سیالیو کې ۴ زره او ۷۷۱، په ۱۴۴ یو ورځنیو لوبو کې ۶ زره او ۶۷۱ او په ۱۴۵ شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې ۴ زره او ۵۹۶ منډې کړې دي. هغه په درې واړو فارمټونو کې ۳۲ نړیوالې سلیزې او ۱۱۱ نیمه سلیزې هم وهلې دي.
د پاکستان لپاره په نړیوال کرکټ کې د ډېرو منډو جوړونکو لوبغاړو په نوملړ کې د پخواني لوبغاړي انضمام الحق نوم په لومړي ځای کې دی، چې په ۴۹۵ نړیوالو سیالیو کې یې ۲۰ زره او ۵۴۱ منډې کړې دي.
پخوانی کپتان یونس خان په دې نوملړ کې دویم ځای لري. هغه په ۴۰۸ نړیوالو سیالیو کې ۱۷ زره او ۷۹۰ منډې جوړې کړې دي. بابر اعظم په داسې حال کې دا پړاو بشپړوي چې د پاکستان د کرکټ په درې واړو فارمټونو کې د هغه د توپ وهنې ریکارډونه د پام وړ دي.


شال نیوز