کابل (شال نیوز) : د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له شتمنو افغانانو، سوداګرو، پانګوالو او نړیوالو بشري ادارو غوښتي چې په افغانستان کي له اړمنو کورنیو سره خپلې مرستې زیاتې کړي.

 

نوموړي د اکتوبر پر ۱۸مه، د یکشنبې په ورځ، په کابل کي د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا د اړمنو خلکو د لاسنیوي د ځانګړې اوونۍ د پرانیستې په غونډه کي وویل چې وچکالۍ، سېلابونو، زلزلو او له ګاونډیو هېوادونو د زرګونو افغان کورنیو جبري ستنېدو د خلکو اقتصادي ستونزې زیاتې کړې دي.

 

ملا برادر وویل، له اړمنو خلکو سره مرسته یوازې د افغاني سرې میاشتې د ټولنې دنده نه ده، بلکې شتمن خلک، سوداګر، خیریه ادارې او نړیوالې بشري ټولنې هم باید پکی برخه واخلي.

 

هغه د افغاني سرې میاشتې د هغو مرستو ستاینه وکړه چې د طبیعي پېښو له زیانمنو، راستنېدونکو کډوالو او د زړه په سوري اخته ماشومانو سره یې کړې دي. ملا برادر د سرې میاشتې له مسوولینو وغوښتل چې مرستې په انصاف ووېشي او ډاډ ترلاسه کړي چې مستحقو کورنیو ته رسېږي.

 

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په خپله وینا کي د ملګرو ملتونو پر مرستندویه دفتر، یوناما، هم نیوکه وکړه. هغه وویل، یوناما باید د افغانستان د اقتصادي او امنیتي حالاتو په اړه بې پرې راپورونه خپاره کړي او د ده په وینا، د طالبانو لاسته راوړنې له پامه ونه غورځوي.

 

یوناما په خپلو راپورونو کي په افغانستان کي د بشري حقونو د وضعیت، د ښځو او نجونو پر تعلیم او کار د بندیزونو او د خلکو د خپلسرو نیونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي. د ملا برادر د څرګندونو په اړه د یوناما تازه غبرګون لا نه دی څرګند شوی.

 

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا د اړمنو خلکو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ په داسې وخت کي پیل شوې چې په افغانستان کي ګڼې کورنۍ د بې وزلۍ، بې روزګارۍ او طبیعي پېښو له امله بشري مرستو ته اړتیا لري.