بغلان (شال نیوز) : د افغانستان د ملي مقاومت جبهې قوماندان میرویس خان د بغلان ولایت په اندراب ولسوالۍ کي د طالبانو په عملیاتو کي وژل شوی دی.
د طالبانو اړوندو سرچینو ویلي چې میرویس خان یې د یکشنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۱۸مه، د سهار شاوخوا درې بجې په عملیاتو کي وژلی دی. میرویس خان د ملي مقاومت جبهې د پوځي عملیاتو د عمومي قوماندان صالح محمد ریګستاني خوریی و.
تر اوسه د عملیاتو د دقیق ځای او د پېښې د څرنګوالي په اړه نور معلومات نه دي ترلاسه شوي. د ملي مقاومت جبهې لا د میرویس خان د وژل کېدو پخلی نه دی کړی او شال نیوز هم دا خبر په خپلواکه توګه نه دی تایید کړی.


شال نیوز