کابل (شال نیوز) : د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې (یوناما) د درې میاشتني تازه راپور په غبرګون کي ویلي چې دغه اداره د افغانستان د حالاتو منفي انځور وړاندې کوي او په خپلو ارزونو کي بېطرفي نه ساتي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه اعلامیه کي ویلي چې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت او نورو حکومتي ادارو له خوا د خلکو نیول د نافذه قوانینو له مخې کېږي او هدف یې د هغو کړنو مخنیوی دی چې د دوی په وینا، له شرعي احکامو سره په ټکر کي دي.
مجاهد پر یوناما نیوکه کړې چې په خپل راپور کي یې د طالبانو د حکومت هغو کارونو ته پام نه دی کړی چې د خلکو د مرستې، راستنو شویو کډوالو د استوګنې، امنیت او اقتصادي پروګرامونو په برخو کي ترسره شوي دي.
نوموړي پوښتنه کړې چې یوناما ولې د حکومت دغو هڅو ته په خپل راپور کي ځای نه دی ورکړی، په داسې حال کي چې د ده په وینا، دغه کارونه د خلکو له ژوند او بشري اړتیاوو سره تړاو لري. د طالبانو ویاند له یوناما غوښتي چې د افغانستان د حالاتو په اړه خپل راپورونه د کره معلوماتو او موجودو حقایقو پر بنسټ برابر کړي.
یوناما په خپلو درې میاشتنیو راپورونو کي د افغانستان د بشري حقونو، د ښځو او نجونو د وضعیت او د حکومتي ادارو د اقداماتو په اړه معلومات خپروي. د طالبانو د دغو تازه نیوکو په اړه د یوناما غبرګون لا نه دی ترلاسه شوی.


شال نیوز