کابل (شال نیوز) : د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډله به په عمان کې د بنګلهدېش له ورته لوبډلې سره د پنځو پر ځای څلور یو ورځنۍ لوبې وکړي. د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د لوبو په مهالوېش کې بدلون د ویزو د ترلاسه کولو د ځنډ له امله راغلی دی.
د افغانستان لوبډله د اکتوبر پر ۱۲مه عمان ته روانه شوې وه او ټاکل شوې ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه د اکتوبر پر ۱۶مه ترسره شي. د دې لړۍ وروستۍ لوبه به د اکتوبر پر ۲۳مه وي.
افغانستان به له دې سیالیو وروسته د عمان له ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې سره هم دوه یو ورځنۍ لوبې وکړي. دا سیالۍ د ۱۹ کلنو لوبډلو د اسیا جام ته د چمتووالي برخه ده، چې ټاکل شوې د نومبر پر پنځمه په عمان کې پیل شي.
د لوبو د شمېر کمېدل ځوانو لوبغاړو ته د سیالیو د تمرین او چمتووالي فرصت هم راکموي.


شال نیوز