اسلام‌اباد (شال نیوز) : د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې د شل اوریزو نړیوالو سیالیو درې لوبیزه لړۍ د ۲–۱ په توپیر وګټله، که څه هم سریلانکا په وروستۍ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه.

 

د پاکستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، سریلانکا د اکتوبر پر ۱۳مه په راولپنډۍ لوبغالي کې په وروستۍ لوبه کې پاکستان ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه.

 

پاکستان لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۸ منډې جوړې کړې. د پاکستان لپاره صاحبزاده فرحان ۷۶ منډې وکړې.

 

سریلانکا د لوبډلمشر کوسل مېنډیس په نه‌سوځېدونکو ۸۷ منډو هدف په ۱۸.۴ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ. پاکستان د لړۍ لومړنۍ دوه لوبې ګټلې وې او په دې توګه یې د درې لوبو لړۍ په خپل نوم کړه.