پنجشېر (شال نیوز) : د پنجشېر سیمهییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې ۷ زره او ۲۳۴ قیراطه زمرد د ازادې بولۍ له لارې په ۶ میلیونه، ۹۹۴ زره او ۵۰۰ افغانیو پلورل شوي دي. د پنجشېر د والي د دفتر په وینا، دغه قیمتي ډبرې افغان سوداګرو اخیستې دي.
چارواکي وايي، د زمردو د استخراج او پلور لپاره د ازادو بولیو له لارې هڅه کوي چې په دغه ولایت کې سوداګري زیاته او خلکو ته د روزګار موقعې برابرې کړي. د پنجشېر د والي ویاند ویلي چې د زمردو د کاروبار له امله په پنجشېر، کابل او بهرنیو هېوادونو کې له زرو زیات ځوانان په کار بوخت دي.
پنجشېر د افغانستان د زمردو له مهمو کانونو څخه شمېرل کېږي. د دغه ولایت زمرد د خپل رنګ او کیفیت له امله په نړیوالو بازارونو کې پېژندل شوي دي. خو د افغانستان د کانونو د استخراج او د قیمتي ډبرو د سوداګرۍ په برخه کې د روڼتیا، د کانونو د قانوني څارنې او د ترلاسه کېدونکو پیسو د لګښت په اړه پوښتنې هم مطرح دي.
د پنجشېر چارواکو نه دي ویلي چې له دې پلور څخه څومره پیسې حکومتي خزانې ته ځي او څومره برخه یې د کانونو استخراج کوونکو او سوداګرو ته رسېږي.


شال نیوز