ټانک (شال نیوز) : په ټانک ضلعه کي د الېکشن کمېشن د یو لوړپوړي چارواکي له هدفي وژنې او پرلهپسې امنیتي پېښو وروسته ضلعي انتظامیې دفعه ۱۴۴ نافذه کړې او پر موټرسایکل د دوو کسانو په یو ځای سپرېدو یې د یوې میاشتې لپاره بندیز لګولی دی.
د ټانک ډپټي کمشنر جمشېد خان له شال نیوز سره په خبرو کي ویلي چې په تېرو څو ورځو کي په ضلعه کي د وژنو، وسله والو بریدونو او تښتونو پېښې زیاتې شوې دي.
د هغه په وینا، په وزیراباد سیمه کي درې پولیس اهلکار وژل شوي، په مسعود مارکیټ کي دوه کسان وژل شوي او وسله والو مارکیټ محاصره کړی و.
جمشېد خان وویل چې درې ورځې وړاندې د ګره مټو له سیمې څخه د آغا خان موسسې درې کارکوونکي هم تښتول شوي دي. د اکتوبر پر لسمه ماښام د الېکشن کمېشن یو لوړپوړی چارواکی هم په هدفي برید کي وژل شوی دی.
ډپټي کمشنر وویل چې په ډېرو امنیتي پېښو کي له موټرسایکلونو کار اخیستل شوی، ځکه انتظامیې د دفعه ۱۴۴ لاندې پر ډبل سوارۍ بندیز لګولی دی. د ضلعي انتظامیې د نوټیفیکېشن له مخې، دا بندیز به د اکتوبر له لسمې د نومبر تر نهمې پورې نافذ وي.
تر اوسه د الېکشن کمېشن د چارواکي د وژنې ذمه واري کومې ډلې نه ده منلې او د برید کوونکو د شناخت په اړه هم معلومات نه دي ورکړل شوي.


ملک عرفان برکي