د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر محمد سهېل افريدي د طب د زدکړو نه فارغو شوو جينکو په مور او پلار غږ کړی دی چې هغوي ته دې د واده نه وروسته هم په روغتونونو کې د کار کولو اجازه ورکړي، ترڅو په صوبه کې د ښځینه ډاکټرانو کمی پوره شي.

 

دا څرګندونې نوموړي ،د مې په ۸مه، په پېښور کې د ‘خېبر ګرلز میډیکل کالج’ د فراغت په کلنۍ غونډه کې وکړې چې پکې ۱۹۷ فارغو شوو زده کونکو ته سندونه ورکړی شول.

 

اعلا وزیر په خپله وینا کې په ټولنه کې په دې تضاد سختې نیوکې وکړې چې یو خوا ته زموږ خلک غواړي چې د دوي ناروغه مېرمنې دې ښځینه ډاکټرانې وګوري خو بلې خوا ته خپلو لورانو او خويندو ته د سند اخیستلو نه وروسته د کار اجازه نه ورکوي.

 

هغه وویل چې په صوبه کې دا مهال ښځینه ناروغانې له سختو ستونزو سره مخ دي ځکه چې ډېرې جینکۍ د طب زدکړې بشپړوي خو د واده نه وروسته د کورنیو محدودیتونو له امله په روغتونونو کې وظیفه نه پیلوي.

 

محمد سهېل افريدي د جينکو په مورو پلار غږ وکړ چې کله خپلو لورانو ته د واده رشتې ګوري نو د هلک له کورنۍ څخه دې مخکې له مخکې دا لوظ واخلي چې هغوي به خپلې نګور ته په روغتونونو کې د کار کولو اجازه ورکوي. هغه زیاته کړه چې دا د مورو او پلار ذمه واري ده چې خپلو لورانو ته د مسلکي ژوند په وړاندې وړلو کې اسانتیاوې برابرې کړي، ځکه چې حکومت په دغو زدکړو لکونه روپۍ مصرفوي، او بیا د ډاکټرانو په کور کې کښېناستل د قام او ولس لویه ضایع ده.

 

د خېبر میډیکل پوهنتون وایس چانسلر پروفیسر ضیاء الحق، هم په دې موقع وویل چې په صوبه کې تر پنځوس سلنه پورې ښځینه ډاکټرانې د سند اخیستلو نه وروسته کار نه کوي. هغه وویل چې که څه هم د طب په ښونځیو کې جینکۍ په میرټ کې له هلکانو مخکې دي خو په میدان کې د هغوي نشتوالی د اندیښنې وړ خبره ده.

 

د غونډې په پای کې اعلا وزیر هغو زده کونکو ته د سرو زرو مډالونه او ډالۍ هم ورکړې چې په خپلو زدکړو کې یې نمایا شمېرې ترلاسه کړې وې.