نوښار (شال نیوز) : په نوښار ضلعه کي د نظام پور تاڼې درې تښتول شوي پولیس اهلکار د یوې سیمه ییزې جرګې او وسله والو ترمنځ د خبرو له درې دورونو وروسته روغ رمټ خوشې شوي دي.

 

په خوشې شوو کسانو کي د نظام پور تاڼې محرر هیډ کانسټېبل نعیم الله، کانسټېبل نورالاسلام او کانسټېبل عامر خان شامل دي. درې واړه له خوشې کېدو وروسته خپلې تاڼې ته رسېدلي دي.

 

د پولیسو د سرچینو په وینا، دغه درې اهلکار د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر پر اتمه، ماسپښین شاوخوا دوه بجې او پنځلس دقیقې هغه مهال وتښتول شول چې د نظام پور او کوهاټ ترمنځ د پیران بالا سیمې ته روان وو.

 

سرچینې وايي، د تاڼې محرر ته خبر ورکړل شوی و چې د سي پېک پر سړک د پولیسو یو ګاډی خراب شوی دی. کله چې نوموړی له دوو نورو پولیس اهلکارو سره په شخصي ګاډي کي سیمې ته ورسېد، له پنځو زیات نقاب پوشو وسله والو ونیول او ورسره سرکاري وسلې او وائرلېس یې هم یوړل.

 

د پولیس اهلکارو له تښتول کېدو وروسته د سیمې مشرانو او دیني عالمانو دولس کسیزه جرګه جوړه کړه چې د دره آدم خېل د عشیري درې غرونو ته د وسله والو سره د خبرو لپاره ولاړه.

 

د سرچینو په وینا، د جرګې او وسله والو ترمنځ درې ځله خبرې وشوې چې په پایله کي یې درې واړه پولیس اهلکار خوشې شول.

 

د دوو نیول شوو وسله والو د خوشې کېدو خبره

 

د جرګې له خبرو څخه باخبره سرچینې وايي، وسله والو د درې پولیس اهلکارو د خوشې کولو په بدل کي د خپلو دوو ټپي قوماندانانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

 

د دغو سرچینو په وینا، د جرګې له لارې د وسله والو غوښتنې ومنل شوې او دوه ټپي وسله وال هم خوشې کړل شول.

 

نوښار کې د درې تښتول شویو پولیس اهلکارو د راخوشې کولو لپاره د جرګې دویم دور خبرې روانې دي
نوښار کې د درې تښتول شویو پولیس اهلکارو د راخوشې کولو لپاره د جرګې دویم دور خبرې روانې دي

 

خو د نوښار پولیسو ویاند او نورو مسوولو چارواکو تر اوسه دا نه ده تایید کړې چې د پولیس اهلکارو د خوشې کېدو په بدل کي دوه نیول شوي وسله وال هم خوشې شوي دي.

 

دا هم نه ده څرګنده شوې چې د خبرو پر مهال نور کوم شرطونه منل شوي او د پولیسو څخه اخیستل شوې وسلې او وائرلېس بېرته سپارل شوي دي که نه.

 

د درې واړو پولیس اهلکارو له خوشې کېدو وروسته د هغوی د بېرته ستنېدو او له خلکو سره د لیدنو انځورونه هم ترلاسه شوي دي.