د خېبر پښتونخوا په ټانک ضلع کې د ریسکیو ۱۱۲۲ د درې کارکوونکو د تښتونې له پېښې وروسته، د هغوي کورنیو له تښتوونکو غوښتي چې خپل خپلوان یې بې له ځنډه خوشي کړي.

 

د تښتول شویو کسانو کورنیو ویلي، چې د دوي عزیزان د ژغورنې ادارې کارکوونکي دي او یوازینی کار یې د بیړنیو حالاتو پر مهال د خلکو مرسته کول دي.

کورنۍ وایي: “موږ له تښتوونکو غوښتنه کوو چې د انساني همدردۍ له مخې زموږ خپلوان خوشي کړي، ځکه دوي بې ګناه دي، یوازې د خلکو د ژوند ژغورنې لپاره کار کوي او موږ یې په تمه یو.”

 

د معلوماتو له مخې، دا پېښه د مې په ۷مه د ټانک ـ ډېره اسماعیل خان پر سړک د شهید مرید اکبر تاڼې په حدودو کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې وسلوالو ناکه لګولې وه او د ریسکیو ۱۱۲۲ درې کارکوونکي یې له خپل شخصي موټر سره یو نامعلوم ځای ته یوړل.

 

تښتول شوي کسان د ریسکیو ۱۱۲۲ سینئر انچارج وقاص عالم، کلرک مدثر او ډرایور افتخار ښودل شوي دي.

 

پولیس وايي، د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم یې د لټون عملیات یې پېل کړل، خو تر دې دمه د پېښې ذمه واري کومې ډلې نه ده منلې.