واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه راپور کې ویلي چې د طالبانو ځینې غړي د کم عمره هلکانو په جنسي استحصال، چې په افغانستان کې د بچه‌بازۍ په نوم پېژندل کېږي، ښکېل دي. راپور وايي، طالبانو په خپلو لیکو کې ماشومان هم ګمارلي او په وسله‌والو فعالیتونو کې یې کارولي دي.

 

د راپور له مخې، که څه هم بچه‌بازي په رسمي توګه منع شوې، خو په افغانستان کې لا هم دوام لري او د طالبانو د ځینو غړو په ګډون له وسله‌والو ډلو سره د تړلو کسانو له خوا د هلکانو د جنسي استحصال پېښې ثبت شوې دي.

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د بچه‌بازۍ قربانیان زیاتره د ۱۰ او ۱۸ کلونو ترمنځ هلکان دي. ځینې دغه ماشومان تښتول کېږي او ځینې د بېوزلۍ له امله د خپلو کورنیو له خوا نورو کسانو ته پلورل کېږي.

 

په راپور کې ویل شوي چې طالبان د زور او دوکې له لارې ماشومان خپلو لیکو ته جذبوي. د وزارت په وینا، ځینې ماشومان د افغانستان او پاکستان له ښوونځیو څخه جهادي مدرسو ته بیول کېږي، چې په ځینو کې یې پوځي تربیه هم ورکول کېږي.

 

راپور وايي، له دغو ماشومانو څخه د چاودېدونکو توکو د ځای پر ځای کولو، د وسلو د لېږدولو، د معلوماتو د راټولولو او د پوځي اډو د ساتنې لپاره کار اخیستل کېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د داعش خراسان څانګه او د ملي مقاومت جبهه هم په وسله‌والو فعالیتونو کې د ماشومانو په کارولو تورنې کړې دي.

 

طالبانو تر دې وړاندې د ماشومانو ګمارل او بچه‌بازي منع اعلان کړې وه، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغو بندیزونو باوجود د سرغړونو راپورونه موجود دي. د دغو تازه تورونو په اړه د طالبانو غبرګون لا مخی ته نه دی راغلي