کابل (شال نیوز) : د افغانستان د تېر جمهوري حکومت پخواني امنیتي چارواکي ادریس ستانکزي ادعا کړې چې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې پخوانی رئیس او افغان‌الاصله امریکايي وګړی محمود شاه حبیبي د کندهار په یوه روغتون کي لیدل شوی دی.

 

ستانکزي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې حبیبي شاوخوا یو کال وړاندې د کندهار د عینو مېنې په یوه روغتون کي لیدل شوی و. د نوموړي په وینا، دغه روغتون د طالبانو له مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده سره تړاو لري.

 

خو ستانکزي دا نه دي ویلي چې حبیبي چا لیدلی، روغتون ته د څه لپاره وړل شوی و او یا دا چې اوس چېرته ساتل کېږي. د دې ادعا خپلواکه پخلی هم نه دی شوی.

 

محمود شاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال په اګست کي په کابل کي ورک شو. د هغه کورنۍ وايي چې نوموړی د طالبانو استخباراتو د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو څو ورځې وروسته نیولی و.

 

الظواهري د ۲۰۲۲ کال د جولای پر ۳۱مه په کابل کي د امریکا په یوه هوايي برید کي وژل شوی و. طالبانو تر دې وړاندې ویلي چې محمود شاه حبیبي له دوی سره نشته او د هغه د ساتلو په اړه معلومات نه لري.

 

بلخوا د حبیبي ورور احمد شاه حبیبي ویلي چې کورنۍ یې باور لري محمود شاه لا هم د طالبانو په بند کي دی. د نوموړي په وینا، امریکايي چارواکو کورنۍ ته ډاډ ورکړی چې د حبیبي او نورو بندي امریکايي وګړو تر خوشې کېدو وړاندې به له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو په برخه کي پرمختګ ونه کړي.

 

احمد شاه حبیبي ویلي چې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د باور جوړولو لپاره د امریکايي بندیانو خوشې کول ضروري دي. د حبیبي کورنۍ هیله لري چې د خبرو اترو او سفارتي هڅو له لارې به محمود شاه حبیبي راخوشې او بېرته خپلې کورنۍ ته ستون شي.

 

تر اوسه طالبانو د ادریس ستانکزي د دې نوې ادعا په اړه څه نه دي ویلي او دا هم نه ده څرګنده چې امریکايي چارواکو د کندهار په یاد روغتون کي د حبیبي د لیدل کېدو په اړه کوم معلومات ترلاسه کړي دي.