اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان نړیوال هوايي شرکت (پي ایي اې) د منځني ختیځ د خراب امنیتي وضعیت له امله د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته خپلې الوتنې په لنډمهالي ډول ځنډولې دي.

 

د شرکت د اعلان له مخې، دغه پرېکړه د اکتوبر پر نهمه، د جمعې په ورځ شوې ده. پي آی اې له مساپرو غوښتنه کړې چې د خپلو الوتنو د تازه معلوماتو لپاره د شرکت له اړیکو مرکز سره رابطه وکړي.

 

دا پرېکړه په داسې وخت کي شوې چې پر سعودي عربستان د یمن د حوثي وسله والو د بریدونو راپورونه خپاره شوي او د ریاض د هوايي ډګر پر فعالیت یې اغېز کړی دی.

 

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د جمعې په ورځ د ریاض په هوايي ډګر کي ۱۰۴ الوتنې منسوخ شوې او ۱۵۴ نورې له ځنډ سره مخ شوې دي. د پنجشنبې په ورځ هم د ۳۳۵ الوتنو د منسوخ کېدو راپور ورکړل شوی و.

 

راپورونه وايي چې د چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان پر دوو نړیوالو هوايي ډګرونو په بریدونو کي درې کسان وژل شوي وو. د دغو راپورونو له مخې، د پنجشنبې په ورځ پر ریاض هوايي ډګر په یوه بل برید کي یوې الوتکې ته هم سخت زیان رسېدلی دی.

 

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف له حوثي وسله والو غوښتي چې پر سعودي عربستان بریدونه ودروي.