اورکزي (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د اورکزو ضلعې د مشتي بازار د سرکاري های سکول پرنسپل محمد اقبال اپریدي د ناڅرګنده کسانو له خوا د تښتول کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، ناڅرګنده کسانو تېره شپه شاوخوا لس بجې محمد اقبال اپریدی تښتولی دی، خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې نوموړی له کوم ځایه او په څه ډول تښتول شوی دی.
د اورکزۍ ضلعې استادانو د پرنسپل تښتول کېدل په سختو ټکو غندلي او له ضلعي انتظامیې او پولیسو یې غوښتنه کړې چې د نوموړي د خوندي راخوشې کولو لپاره دې سمدستي اقدامات وکړي.
تر اوسه د پرنسپل د تښتولو ذمه واري کومې ډلې نه ده منلې او د تښتوونکو د غوښتنو په اړه هم معلومات نشته. د پېښې په اړه د پولیسو رسمي دریځ لا نه دی ترلاسه شوی.


محمد عامر اورکزی