کابل (شال نیوز) : په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر، یوناما، وايي چې طالبانو د روان ۲۰۲۶ کال د جولای او سپټمبر ترمنځ په کابل او هرات کي لږ تر لږه ۵۲ ښځې او نجونې د حجاب د نه مراعتولو په تور نیولې دي.

 

د یوناما د راپور له مخې، دغه ښځې او نجونې د چادرۍ نه اغوستلو، د ویښتانو ښکاره کېدو، رنګه ټیکریو په سرولو، سینګار کولو او له محرم پرته په عامه ځایونو کي د ګرځېدو له امله نیول شوې وې.

 

یوناما وايي، نیول شوې ښځې او نجونې له څو ساعتونو بند وروسته خوشې شوې دي، خو کېدای شي د دغسې پېښو شمېر تر دې هم زیات وي، ځکه ځینې کورنۍ د امنیتي اندېښنو او ټولنیزو دودونو له امله د خپلو ښځو د نیول کېدو خبر نه ورکوي.

 

د ملګرو ملتونو دفتر د ښځو، په ځانګړي ډول د ښځینه دوکاندارانو، د سپکاوي، وهلو ټکولو او ګواښلو پېښې هم ثبت کړې دي. یوناما اندېښنه څرګنده کړې چې د ښځو او نجونو نیول نه یوازې د هغوی پر ازاد تګ راتګ اغېز کوي، بلکې په ټولنه کي یې له بدنامۍ او نورو ستونزو سره هم مخ کوي.

 

دغې ادارې ویلي چې د طالبانو دا اقدامات د ښځو او نجونو د تګ راتګ، د بیان د ازادۍ او د شخصي ژوند له حقونو سره په ټکر کي دي. یوناما له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیضي بندیزونه ختم کړي، د ټولو افغانانو بشري حقونو ته درناوی وکړي او د افغانستان نړیوالې ژمنې عملي کړي.

 

طالبانو تر اوسه د یوناما د دې تازه راپور په اړه څه نه دي ویلي.